په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن شنبه د لیندۍ په ۳مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د دغه وزارت سرپرست پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ ټولګه را ورسیده.
دغه محموله چې ټول ۵۵ کانتینره دي له چین هېواد څخه بارګیري شوي دي او د قزاقستان او ازبکستان هېوادو له لارې د هېواد په شمال کې د مزار شریف ښار ته را ورسیده.
د ایرنا په وینا، دغه اورګاډی چې د چين د سوداګريزو توکو ۵۵ کانټينرونه پکې بار وو، د روان کال د لړم په ۱۰مه نېټه د چين د شانګهای په شمال کې د نانتونګ څخه بار شوی او د افغانستان د حيرتان سرحدي بندر په لور روان شو. ټاکل شوې ده چې دا ریل ګاډي د بېرته ستندو په لار کې د هېواد ځینې صادراتي توکي له ځان سره اړونده هېوادو ته ولېږدوي.
د پیغام پای/
Your Comment